شېبې

د ثانیې، دقیقې او ساعت ستنې د تل په څېر یو د بل له څنګه تېرېدلې او خپل کار پسې تللې. دا ځل یې هم یوازې یو بل ته تش وکتل. که څه هم هغوی تل غوښتل یو بل سره خبرې وکړي، یو بل ښه وپېژني، ډېره تلوسه یې وه او خورا لېواله وو؛ خو دا کار یې نه کاوه. هغوی د یو بل په اړه عجیب ګومانونه او قضاوتونه لرل. د بېلګې په توګه، د ثانیې ستنې فکر کاوه چې د دقیقې او ساعت ستنې ډېر لټې دي او هېڅ کار نه کوي، ځکه هر ځل به چې د هغوی له څنګه تېرېده داسې ورته ښکارېدل چې د دقیقې او ساعت ستنې هېڅ حرکت نه کوي.

نظرونه:

ځواب دلته پرېږدئ